Tuesday, 16 November 2021
د افغان سيدانو تاريخ:سادات په افغانستان کې دبېلا بېلو قو مونو تر مينځ د عربانو له پښته پاتې يوه ډله ده. د دغو آر له حضرت محمد (ص) د لور بي بي فاطمې الظهرا او زوم علي (رض) له پښته گڼل کېږي . دغه سيدان د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې په بېلا بېلو نومونو ياديږي ٠ دبېلگې په تو گه : دافغا نستان په ختيځو ولا يتونو ننگرهار، کونړ او لغمان کې دپاچايانو او يا پاچا صاحبانو او د سيدانو يا ساداتو په نا مه ياد شوي ٠ په ځينو ځا يو نو کې ورته اغا صاحب او د افغا نستان دخوست په ولايت کې ورته سيدگي وايي ٠ په پښتونخواه کې يې باچايان يا بادشاه صاحب بولي٠ [۱]په ټولیز ډول دافغانستان په هره سېمه او په تېره بيا د پښتنو په سيمو کې دغه سيدانو ته خلک ډېر درناوی کوي، ځکه چې د اسلام دستر پيغمبر محمد (ص) دلور بي بي فا طمې (رض) اد حضرت علي کرم الله وجهه او لاده ېې گڼي٠ پښتانه دوی پيران او حضرتان بولي ٠افغانستان کې سادات او دوديزه گروهې:د افغانستان او سیمې په هېوادونو کې ځينې دوديزه شگونونه يا گروهې شته چې له مخې ېې د ځان د ډاډ لپاره د پیر، حضرت او ځينې ملنگانو څخه د مرستې په توگه تاويز او دعاگانې ترلاسه کوي څو د هغوی مراد ترسره شي . همدا رازکه څوک ناروغه شي نو ددم دعا او تعو يذونو لپاره سيدانو ته ورځي او هغه پښتانه چې دکوم سيد تر تعويذونولاندې وي نو دکند هار په اصطلاح هغوی ته دروږيان وايي او ددوی نه څا ښتونه او خوردې هم اخلي٠ په پښتني سېمو کې د دغو سيدانو يا پا چايانو سره پښتنو خپلوۍ او خيښۍ کړي دي او دوی دپښتنو سره داسې نږدې ا ړيکي لري او داسې سره اخښل شوي دي چې گواکې هيڅ پښتون هم دوی له ځانه جلا نه گڼي ٠ ددغو سيدانو نه پښتانه تل دخپل منځي شخړو او لا نجو په اوارولو کې مرسته غواړي او هره فيصله چې دوی وکړي نو دواړو غاړو ته دمنلو وړوي٠تاريخ حيات افغاني چې له نن نه ١٤٥ کلو نه وړاندې ليکل شوی د سيدا نو په اړ وند داسې ليکي:"د بني ها شمي قريشو نه دحضرت امام حسن (رض) او حضرت امام حسين (رض) او لادې ته چې د پيغمبر (ص) لمسيان ول سيدان ويل کيږي٠ د افغا نستان هيڅ يو لوی کلی نشته چې يو يادوه کوره سادات دې پکې نه وي٠ په افغانستان کې سيدانو ته د خپل معمول نوم نه پر ته خواجه، سيد، ميا، اغا، پاچا، صاحب، صاحبزاده او مير هم وايي او ورته زيات درناوی کوي"[۲]دا چې افغانستان يو لرې پروت تړلی، دوديزه هېواد پاتې شوی ټولنه ېې هم د سيمې له حال احواله ناخبره او بې پرې پاتې شوې . دتاريخ په اوږدو کې ېې د سيمو زبرځواکونو يرغلونه پې کړي او د ټولنې چوکاټ ېې څو ځایه ادل بدل کړی خو خلکو باندې ېې زور ندی رسېدلی او بيا بېرته پښېمانه په شا تمبول شوي . د همدې تمبولو په لړ کې ځينو سيمه ييزو سياستوالو د افغانانو د سپېڅلې ارادې راز د هغوی په مذهبي کلکو گروهو کې موندلی چې په لړ کې ېې ورته د هغو گروهو په چوکاټ کې د پیر او حضرت تر نوم لاندې روحاني اشخاص ورلېږلي او هغوی باندې ېې د مذهبي گروهې له خوا منلي او هغو سيمه ييزو هېوادنو خپل استخباراتي سياستونه په افغانستان کې چلولي دي . د همدې په لړ کې له پخوا څخه په افغانستان کې د پیر ، موريد، حضرت صاحب، پاچا صيب ، آغا صيب ، او نورو گروهي ستاينومونو شهرت روان و . دغو اشخاصو د نيکونو د نوم څخه په استفادې د اسلام له دین څخه ناخبرو خلکو باندې د ولامقام کسانو طبقاتي ولکه جوړه کړې چې د خلکو په لوړ کتار کې شمېرل شوي او د ټولنې په هر اړخ کې ېې د وړ او ناوړه مسلکې پوهې په درلودو ېې بيا هم لوړ ځايناستو څخه گټه پورته کړې چې د افغانستان په څو سياسي پيرونو کې په لوړو مقامونو د دوی اغېز روان و .افغانستان کې د پښتنو سيدانو د استوگنې سيمې:د کونړ ولايت دپشد دسيمې سيدان: دغه سيدان ډېر مشهور او خلک ورته ډېر درناوی لريد ننگر هار ولايت د روداتو دو لسوالۍ دمزينې دسيمې پاچاياند ننگر هار ولايت دسره رود دولسوالۍ دسيدانوکلید ننگر هار ولايت دخوږيا ڼيو دسيمې پا چاياند لغمان ولايت دعزيزخان کڅ او دتير گړيو دکلي پاچاياند کاپيسا ولايت د تگاب دولسوالۍ سيدان چې دتگاب مياگل جان اغا هم دهمدې سيدانو نه ود پکتيا دولايت سيدان چې په گرديز او زرمت کې اوسي٠ دستر سيد شيخ شاه محمد روحاني مزار هم په زرمت کې دی چې ډېر ارادتمندان لريد خوست ولايت سيدان چې دوی ورته په خپله لهجه کې سيد گي وايي او د خوست په ډبکي کې استو گنه لريد پکتيکا ولايت دارگون دبر مل دسيمې سيداندميدان او وردگو ولايت سيداند کابل ولايت دده سبزولسوالۍ دپايمنار پاچايان چې دپايمنارد پا چا صاحب زيارت هم هلته دی٠ همداراز دکابل په لويدېز کې دکلای قا ضي په سېمه کې دشاه اغا زيارت هم ډېر مشهور دی چې ډېر شمېر خلک يې زيارت ته ورځيد لوگر ولايت دمحمد اغې، څرخ او کلنگار دسيمې سيداند بغلان ولايت سيداند کندز ولايت سيداند بلخ ولايت سيداند پروان ولايت دهوفيان شريف سيدان چې سيد جان اغا پکې مشهور شخصيت تېر شوی دید غزني ولايت سيدان.چې زياتره يې په واغز کې استو گنه لري.د زابل ولايت سيداند ارزگان ولايت سيداند هېلمند ولايت سېدان: د هيلمند ولايت دگرمسير د هرات ولايت سيدان: چې په اصل کې دکونړ دپشد نه تللي دي اود دوی نېکه مرواريد اغا هلته ښخ دی او زيارت ته يې ډېر شمېر خلک ورځي٠ ددوی دکورنۍ نه يو مهم تن توراغا نو ميده٠ همداراز دهرات ولايت دکرخ دولسوالۍ سيدان او دهرات ولايت دانجيل ولسوالۍ دنوين دکلي سيدان هم مشهور ديد کندهار ولايت سېدان: د دې سيمې سېدان تذکره لاندې په بله برخه کښې ورکړ شوې ده.لنډه داچې د افغانستان په هر ولايت، ولسوالۍ او سيمو کې سيدان شته دي٠کندهار کې سيدان او د سیدانو نوموتې کورنۍ:دکندهار په ولايت کې د پښين سيدان ډير مشهور دي٠ په کند هار کې سیدان د ارغنداب، پنجوائې، شاه ولیکوټ، میوند، ډنډ، معروف، ارغستان او ښوراوک په ولسواليو او دکند هار د ښار په مرکز کې میشته دي چي په ارغنداب کي يې ځانگړې سيمې د سیدانو کلا چه، صوف، ده ماسوس او د ارغنداب د سیدانو لنگر دی ددې ترڅنگ په کندهار ښار کې د سیدانو په نوم کوڅې هم لري٠ که څه هم دکندهار د ده ماسوس سیدان ،خلک له اره صاحبزاده خېل بولي خو اوس په سیدانوسره ياديږي.په کندهار کې د نومیالي غازي شاه اشرف اغا کورنۍ: د کندهار د پنجوائې دسیدمحمد اغا کورنۍد کندهار د مشهور جهادي شخصیت ارواښاد حمیداغا کورنۍ ٠دکندهار د سیدعظیم اغا کورنۍ دکندهار دسیدعظیم اغا کورنۍد کندهار داوسني قومي مخورسپين ږیري سید عبدالظاهراغا کورنۍ چې په ډيرو جرگو کې يې دکند هار دخلکو استازیتوب کړی دی ددې کورنۍ زیات شمیر کسان اوس په جنوبي پښتونخوا کوټه کې میشته دي .دکندهار دارغنداب دحسام الدین جان اغا علمي او سیاسي کورنۍ چې په سیمه کې دپوره شهرت نه برخمنه ده٠ ددغه حسام الدین جان اغا زوم محمد سرورخان دکند هار نا ئب الحکو مه و٠دکندهار د مشهور روحاني شخصيت سیدعبدالرحمن شاه اغا کورنۍ ده خواجه دسیدقدوس اغا علم پالونکې کورنۍ چي دکندهار دکاروان او منار کوڅو په مينځ کې میشته ده .د ارغنداب دلنگر دسیدانو کورنۍ د کندهار دمشهور تاجر سیدحبیب الله جان اغا کورنی چي دکندهار په ډنډ او نوي ښارکې میشته ده ٠د زلخان د سیدانو کورنۍ د دیلاوور دسیدسرور اغا کورنۍد بازگل اغا او سیدگل اغاکورنۍ د تور اغا کورنۍ د کندهار په دهله کې دسيد محسن اغا کورنۍ دسيد حسين اغا کو رنۍ چې دکند هار په ديمراسۍ کې ئې غټه کلا او س هم دسيد قا سم جان اغا په نامه سره يا ديږي٠د ده ماسوس دغني جان اغا کورنۍ٠د ذاکر شريف دجهادي شخصیت سیدمحمدجان اغا کورنۍ٠دگلجه اباداوسبزکار دسيدانو کورنۍ٠دمېر بازار سيدان کندهار سیدانو مشهور شخصیتونهغازي شاه اشرف اغا چې په دويم ځل يې په کندهار کې دغازي امان الله خان بیرغ پورته کړه او ترغزني پورې يې ټولي سيمې بیرته دغازي امان الله خان تر ولکې لاندې راوستلې ٠غازي سیدحیدراغا چې دمیوند په تاریخي غزا کې دافغان غازیانوسره یوځای په شهادت ورسید.غازي شهید سیدامین الله اغا چې په لالا ملنگ مشهور و او په کندهاریانو کې د دجهاددیو وتلي اتل په نوم شهرت لري ٠سیدمحمدنسیم اغا چې د تنظیمه رئيس و ٠موسی کلیم اغا چې دمشهورو جهادي شخصیتونو نه و اودکوټې په سریاب کې ښخ دی .روحاني شخصیت شهیدسیدعبدالرحمن شا ه اغا چې په کندهار کې يې ژوبڼ او میوزیم درلود ٠او هم هلته ښخ دی .دکندهار وتلی ولسي شاعر سیدعبدالخالق اغاډگروال سیدنجم الدین اغا چې د سردار داودخان د نږدې ملگرو څخه و او دهغه سره دجمهوري رژيم په رامينځ ته کولو کې يې مهمه ونډه درلوده ٠ نوموړي د جهاد په دوره کې د کندهاردمجاهدینو په پوځي روزنه کې وڼده درلوده.پښتونخوا د سيمې سيداندسوات دبو نير دسيمې سيدان چې سيد علي تېر مذي چې په پير بابا سره شهرت لري هورې ښخ دی اوټول پښتانه ورته زيات ارادت او درناوی لري٠دباجوړ دسيمې سيداندچترال دسيمې سيدانددير دسيمې سيداندخيبر ايجنسۍ سيداندکورمې ايجنسۍ سيدان چې پښتانه او شيعه مذهبه دي او داحمدزيو، دکړمان دسيدانو، د تېراه د سيدانو او دماوړه دسيدانو په نامه شهرت لري٠د اورکزيو ايجنسۍ سيدانددېره غازي خان سيداندپېښور دسيمې سيداندبنگښو دسيمې سيداند لکي مروت سيمې سيدان: چه د شېخ شاه روحاني اولاد گڼل کېږي و د ابا خېل، مټوري، و ميچن خېل کلو کښې استوگن لري. د دې نه علاوه د تاجي زو سېدان هم په علاقه کښې قدر لري. نامتو ليکوال و تاريخپوه ډاکټر سېد چراغ حسېن چه کوم نه گڼ شمېر کتابونه لکه دود چراغ، تذکره پير سباک، انوار چراغ، و د قيصو کتاب ناليدلې بلا منصوب دي، هم دې سيمې نه دې.دشمالي وزيرستان سيدان : د شمالي وزيرستان سيدانو ته په سېمه اېزه اصطلاح سيدگي وايي چې دوی ددغې سيمې په ځوی،دويگر،ډنډ،ورغړ،رباط اوشوال کې استو گنه لري او نن دپښتنوديوې قبيلې په تو گه مو جوددي٠ سيدگي په پيل کې په دوو بر خو ويشل شوي دي چې ملکا خېل او ذکر خېل نو ميږي اود قبيلوي اتحاد له مخې ملکا خېل دابر اهيم خېلو وزيرو سره متحد او يو مو ټی دي ٠ دسيد گي د قبيلې دخيلو نو او داستو گنې دسيمو نو مونه په لاندې ډول دي :ذکرخېل، شداد خېل، ابا خېل، شومېر خېل، مولي خېل او مصري خېل چې په ډنډ او رباط کې استو گنه لريشودي خېل، لاده خېل، جبر خېل، ټول بيگ خېل،کبډي خېل، اتک خېل، رومي خېل، مدک خېل، سرورخېل، زوبر خېل، نظر بيگ خېل او اخوند خېل چې په دويگر او ځوی کې استو گنه لريمياگل خېل چې په دويگر، ورغړ،ډنډ او شوال کې اوسيږيکاکا خېل، سره گنډه، تره کي گنډه، غوټي گنډه چې په ډنډ کې او سيږيملکا خېل، بودر خېل، مسيري خېل، ايبار خون خېل، گري خېل، خدري، گرړخېل، ميسون خېل او خړه شوپه چې زيات شمېر يې په ځوی او لږ شمېر يې په دويگر کې استو گنه لريهمداراز حکيم خېل په ډنډ او رباط کې استو گنه لريسهېلي پښتونخوا سيدان: د سهيلي پښتونخوا سيدان په پښين، سرانان، ژوب، چمن، لورلايي، او کوټه کې استو گنه لري چې مشهور ښا خونه يې ښاديزي، عمرزي، حيدرزي او ابراهيمزي دي٠د کوټي په سیدانو کې د سیدعبدالنافع اغا کورنۍ چي شادیزي سیدان دي دیادولووړ دي.په پښين کې دسيدانو يوه بله مشهوره کورنۍ هم شته چې مشر يې دسرانانو علي اغا دی چې يو ستر عالم ،مدرس او دکويټې،پښين او کراچۍ په پښتنو او غير پښتنو کې ډېر شمېر مريدان اوارادتمندان لري٠بايد زياته کړو چې سيدانو د هند په نيمې وچې باندې د١٤١٤ ميلادي کال نه تر ١٤٥١ ميلادي کاله پورې واکمني کړې ده چې د دوی واکمني د سيدانو د واکمنۍ په نا مه سر ه يا ديږي چې دځينو مشهورو واکمنانو نو نو مو نه يې په لا ندې ډول دي :خضرخان، سلطان مبارک شاه، سلطان محمد شاه اوسلطان علاؤالدين.[۵]افغا نستان او پښتونخوا کې د سيدانو مشهور شخصيتونهافغانستان و پښتونخوا کښې د سېدانو مشهور شخصيتونه په دې ډول دي[۶]د ختيز نابغه علامه سيد جمال الدين افغانيدپښتو ژبې ليکوال، شاعر او فيلسوف ارواښاد استاد ښاغلی گل پاچا الفت.د اعليحضرت محمد ظا هر شاه دواکمنۍ په وخت کې دعدليې وزيرار واښاد ښاغلی سيد شمس الدين مجروحدکابل پوهنتون استاد ارواښاد شهيدسيد بهاؤ الدين مجروح٠دقبايلو دوزارت پخوانی معين ښا غلی سيد مسعود پو هنياردکونړونو پخوانی والي ښاغلی سيد فضل اکبردکونړ او سنی والي ښاغلی سيد فضل الله واحديسياسي شخصيت او ليکوال شهيد ښاغلی سيد يو سف ميړنيپه ولسي جر گه کې دخوږيا ڼيو پخوانی استازی ښاغلی فاروق ميړنیدپښتو ژبې ليکوال ښاغلی سيد حسين پاچادپښتو ژبې شاعره، ليکواله او ويندويه اغلې مير من مستوره شالدپښتو ژبې ليکواله او ويندويه اغلې مير من پروين عليستر روحاني شخصيت سيد علي تر مذي مشهور په پير باباد افغانستان دملي محاذ مشر ښا غلی پير سيد احمد گيلانيد افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو (وفاWafa) د مرکز پخوانی ریس عبدالرسول امینښاغلی سيد اسحق گيلانيښاغلې مېرمن فا طمه گيلانيد ننگرهار دليسې پخوانی مدير ښاغلی سيد مقصود سعيديد ننگرهار دسره رود قومي مخور ارواښاد معشوق جان اغاښاغلې دکتور کبرا مظهري ماياردپښتو ژبې مشهور شاعر ښاغلی سيدمحمدطا هر بينادپښتو ژبې شاعر او ليکوال ښاغلی سيد نورالله ځلسرچینې: ډاکټر لطيف ياد شخصي ياددښتونه تاريخ حيات افغاني، دپېښور چاپ ٤٥٥ مخ دبېنوا دويبپا ڼې مشر ښاغلي خالد هادي حيدري را استول شوي معلومات پښتني قبيلې دپېښور چاپ ١٧٩ مخ< هندوستان پر اسلامي حکومت،دمفتي شوکت علي فهمي اثر ٣٥٠- ٣٦٠ مخونه، دهلي ډاکټر لطيف ياد شخصي يادونهيادونه:منډيګک تاريخي بنسټ د پښتني ټبرونو د سپړلو د پاره دغه شجرې تاسي ته وړاندي کوي، او مسوليت يې په لاندي کتابونو اړه لري، هيله ده مرسته مو وکړئ او خپلو ټبرونو په اړه شجرې/مالومات او يا هم زموږ تېروتني راته په ګوته کړئ!••• ═══ ༻✿༺═══ •••د نورو ورته ليکنو لپاره زموږ پاڼه پرانيزئ:☚ mundigak.comد نورو تاريخي موادو د پاره زموږ پاڼه خوښه او دغه انځورونه له ملګرو سره شريک کړئ✅
#نماز_کا_طریقہجس کو نماز کا ترجمہ و تشریح نہیں آتا اس کا نماز میں زیادہ دل نہیں لگتا اسکو پتہ ہی نہیں ہوتا کہ میں کیا پڑھ رہا ہوں آئیں نماز سیکھیں اور دوسروں کو سکھائیں آللہ پاک ہم سب کو پانچ وقت کی نمازی بنا آمین ثم آمین 🤲🤲🤲 #ثـنــــاءسُبْحَانَکَ اللّٰهُمَّ وَبِحَمْدِکَ، وَتَبَارَکَ اسْمُکَ وَتَعَالٰی جَدُّکَ، وَلَا اِلٰهَ غَيْرُکَ.اے ﷲ! ہم تیری پاکی بیان کرتے ہیں، تیری تعریف کرتے ہیں، تیرا نام بہت برکت والا ہے، تیری شان بہت بلند ہے اور تیرے سوا کوئی عبادت کے لائق نہیں.#تعـــــــوذأَعُوْذُ بِاﷲِ مِنَ الشَّيْطٰنِ الرَّجِيْمِ.میں شیطان مردود سے اللہ کی پناہ مانگتا / مانگتی ہوں#تســـــمیہبِسْمِ اﷲِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ.ﷲ کے نام سے جو نہایت مہربان ہمیشہ رحم فرمانے والا ہے#سورۃ_الفـــــــاتحہالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَO الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِO مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِO إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُO اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَO صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْO غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَO*تمام خوبیاں, تعریفیں اللہ ہی کے لیے ہیں جو تمام جہانوں کی پرورش فرمانے والا ہے, نہایت مہربان بہت رحم فرمانے والا ہے, روزِ جزا کا مالک ہے, ہم تیری ہی عبادت کرتے ہیں اور ہم تجھ ہی سے مدد چاہتے ہیں, ہمیں سیدھا راستہ دکھا, ان لوگوں کا راستہ جن پر تو نے انعام فرمایا, ان لوگوں کا نہیں جن پر غضب کیا گیا ہے اور نہ (ہی) گمراھوں کا.#سورۃ_الاخـــــــلاصقُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌO اللَّهُ الصَّمَدُO لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْO وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌOآپ فرما دیجئے ک: وہ ﷲ ھے جو یکتا ہے, ﷲ سب سے بے نیاز، سب کی پناہ اور سب پر فائق ہے, نہ اس سے کوئی پیدا ہوا ہے اور نہ ہی وہ پیدا کیا گیا ہے اور نہ ہی اس کا کوئی ہمعسر ہے.#رکـــــــوعسُبْحَانَ رَبِّیَ الْعَظِيْمِ.پاک ہے میرا پروردگار عظمت والا.#قـــــومہسَمِعَ اﷲُ لِمَنْ حَمِدَهُ.ﷲ تعالیٰ نے اس بندے کی بات سن لی جس نے اس کی تعریف کی.رَبَّنَا لَکَ الْحَمْدُ.اے ہمارے رب ! تمام تعریفیں تیرے لیے ہیں.#سجـــــــدہسُبْحَانَ رَبِّیَ الْأَعْلَی.پاک ہے میرا پروردگار جو بلند تر ہے.#تشـــــــہدالتَّحِيَّاتُ ِﷲِ وَالصَّلَوٰتُ وَالطَّيِّبَاتُ، اَلسَّلَامُ عَلَيْکَ أَيُّهَا النَّبِیُّ وَرَحْمَةُ اﷲِ وَبَرَکَاتُهُ، اَلسَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَی عِبَادِ اﷲِ الصّٰلِحِيْنَ. أَشْهَدُ أَنْ لَّا اِلٰهَ إِلَّا اﷲُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ.تمام قولی، فعلی اور مالی عبادتیں ﷲ ہی کے لیے ہیں، اے نبی! آپ پر سلام ہو اور ﷲ کی رحمت اور برکتیں ہوں، ہم پر اور ﷲ کے تمام نیک بندوں پر بھی سلام ہو، میں گواہی دیتا ہوں کہ ﷲ کے سوا کوئی معبود نہیں اور میں گواہی دیتا ہوں کہ حضرت محمد صلی اللہ علیہ وآلہ وسلم, اللہ کے بندے اور اس کے رسول ہیں.#درودِ_اِبــــراہیـمیحضور نبی اکرم صلی اللہ علیہ وآلہ وسلم دو، تین یا چار رکعت والی نماز کے قعدہ اخیرہ میں ہمیشہ درودِ ابراہیمی پڑھتے جو درج ذیل ہے:اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّعَلٰی آلِ مُحَمَّدٍ، کَمَا صَلَّيْتَ عَلَی إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَی آلِ إِبْرَاهِيْمَ، إِنَّکَ حَمِيْدٌ مَّجِيْدٌ.اَللّٰهُمَّ بَارِکْ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّعَلٰی آلِ مُحَمَّدٍ، کَمَا بَارَکْتَ عَلَی إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَی آلِ إِبْرَاهِيْمَ، إِنَّکَ حَمِيْدٌ مَّجِيْدٌ.اے ﷲ! رحمتیں نازل فرما حضرت محمد صلی اللہ علیہ وآلہ وسلم پر اور ان کی آل پر، جس طرح تونے رحمتیں نازل کیں حضرت ابراہیم علیہ السلام پر اور ان کی آل پر، بے شک تو تعریف کا مستحق بڑی بزرگی والا ہے.اے ﷲ! تو برکتیں نازل فرما حضرت محمد صلی اللہ علیہ وآلہ وسلم پر اور ان کی آل پر، جس طرح تونے برکتیں نازل فرمائیں حضرت ابراہیم علیہ السلام پر اور ان کی آل پر، بے شک تو تعریف کا مستحق بڑی بزرگی والا ہے.#دعائے_ماثــــــورہدرود شریف کے بعد یہ دعا پڑھیں :رَبِّ اجْعَلْنِیْ مُقِيْمَ الصَّلٰوةِ وَمِنْ ذُرِّيَّتِیْ رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَآءِo رَبَّنَا اغْفِرْ لِیْ وَلِوَالِدَءَّ وَلِلْمُؤْمِنِيْنَ يَوْمَ يَقُوْمُ الْحِسَابُo*اے میرے رب! مجھے اور میری اولاد کو نماز قائم رکھنے والا بنا دے، اے ہمارے رب! اور تو میری دعا قبول فرما لےo اے ہمارے رب! مجھے بخش دے اور میرے والدین کو (بخش دے) اور دیگر سب مومنوں کو بھی، جس دن حساب قائم ہوگا...تحــــریری غلطــی ہو گئــی ہوتـــو معـــذرت خـــــواہ ہـوکاپی پیسٹ❣️❣️💓💓
Subscribe to:
Posts (Atom)